د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې نوازشريف سره يې شخصي اړيکې دي، که يې غږ وکړو نو لاړ به شي.

باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ کښې د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې د نيب نه بغير حکومتې نظام نه شي چليدلې، دا يواځينۍ اداره ده چې مقصد ئي د سياستدانانو احتساب کول دي۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې شاهد خاقان وويل چې دپارټي چوکۍ څخه يې استعفى ورکړې ده، په هيڅ مشاورت کې برخه نۀ اخلي، نوازشريف سره يې شخصي اړيکې دي، که چا ورته بلنه ورکړه نو هغه به پريږدي.
ياده دي وي چي تيره ورځ يوه مرکه کښي شاهد خان عباسي وئيلي وو چي زه د مسلم ليګ نون اجلاس ته نه وو بللي شوي، ما پخپله شهباز شريف ته ويلي وو چي ما د پارټي امورو نه ليري وساتي۔
پخواني وزیراعظم وویل چې ما مخکې هم ویلي وو چې که راتلونکي نسل ګوند ته راشي نو زه به په څوکۍ پاتې نه شم، په انتخاباتو کې دګډون لپاره ډیر فشار دی.






