د خزانې نگران وزير ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي چې ټولو ادارو د آئي اېم اېف لخوا وركړې شوي هدفونه عملي كړي دي او كاركردګي د اطمینان وړ ده۔

0
56

باغي ټي وي رپورټ

د مالیې سرپرست وزیر په یوه بیان کې ویلي چې له IMF سره خبرې مثبتې پرمخ روانې دي او اقتصادي ډله اوس له IMF سره په خبرو اترو بوخته ده.

ډاکټر شمشاد اختر زیاته کړه چې ټولو ادارو د IMF لخوا ورکړل شوي هدفونه پلي کړي او کارکردګي یې د قناعت وړ ده نو هیله ده چې خبرې اترې به بریالۍ شي.

ياده دي وي چي څه موده وړاندي ايف بي آر د آئي ايم ايف د شرطونو مطابق د ټيکس معافي ختمولو لپاره د عمل درآمد رپورټ تيار کړے وو کوم چي د آئي ايم ايف ټيم سره شريک کړے شوي وو او آئي ايم ايف ته د نوي ټيکس معافي سکیم نه وړاندي کولو باور ورکړے شوے وو۔

Leave a reply