د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهد افریدي وايي، تیز بالر شاهین افریدي د کپتانۍ وړتیا لري، هغه دوه ځله د لاهور قلندرز لوبډلې د پي ایس ایل فاینل ته لار موندلې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د يو شخصي ټي وي چينل پروګرام سره خبرو کښې د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان شاهد افريدي وئيلي دي چې ما هيڅکله نه غوښتل چې شاهين د ټيم کپتاني وکړي خو هغه د کپتانۍ وړتيا لري۔
هغه وویل چې زه د بابر اعظم ډیر مینه وال یم خو په دې نړیوال جام کې خپل کارکردګي نه ښيي، د ویرات کوهلي په څیر باید بابر هم د غوره لیګ د غوره لوبغاړو په کتار کې ولیدل شي.
له دې نه علاوه يو شخصي ميډيا سره خبرو کښې کوربه شاهد افريدي پوښتنه وکړه چې ايا هغه ته کله هم د باليووډ د فلم وړانديز شوی دی؟
په ځواب کې شاهد افریدي وویل چې ماته له دوه تر درې ځله د بالیووډ فلمونو په ګډون په فلمونو کې د کار کولو وړاندیز شوی خو زما په اند سړی باید هغه څه وکړي چې کولای شي.
هغه وویل چې زما پیژندنه له کرکټ سره ده، نه مې په فلمونو کې کار کړی او نه هم زما له کورنۍ څخه چا کار کړی دی، نو تر اوسه مې په دې اړه فکر نه دی کړی، په ځینو کمرشیلونو کې مې کار کړی خو د دې ډګر لپاره یې ډیر څه نه دي کړي. له هغه ډېر.