پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شاهد خاقان عباسي وايي، چې په مسلم لیګ (ن) کې شتون لري خو په نویو ټاکنو کې د ګډون لپاره قانع نه دی.

باغي ټي وي رپورټ
یوه مرکه کې شاهد خان عباسي ویلي چې زه د مسلم لیګ (ن) غونډې ته نه وو بلل شوی، ما پخپله شهباز شریف ته ویلي وو چې ما د ګوند له چارو لرې وساتي.
پخواني وزیراعظم وویل چې ما مخکې هم ویلي وو چې که راتلونکي نسل ګوند ته راشي نو زه به په څوکۍ پاتې نه شم، په انتخاباتو کې دګډون لپاره ډیر فشار دی.
شاهد خاقان عباسي ویلي انتخابات به ستونزې نه هواري کوي، ټول ګوندونه به د ستونزو د هواري لپاره سره کښېني.
پخواني وزيراعظم وويل څوک چې په جيل کې دي، هغه که مشهور وي يا نۀ وي، هغوي ته به دسياست يو طرفه ساتل وي، ټولو ګوندونو ته موقع په لاس ورغلي، هيڅوک هم څه نۀ شي کولى. ياده دې وي چې د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف په ماډل ټاؤن کښې د پارټۍ سيکرټريټ ته په رسيدو د شهباز شريف او نورو مشرانو هرکلے کړے دے۔
پخواني وزيراعظم نوازشريف سره د پارټۍ مشرانو خواجه آصف، احسن اقبال، اسحاق ډار او مريم اورنګزيب ملاقات کړې چې پکې د ملک په روانو حالاتو او د ګوند په سياسي فعاليتونو خبرې اترې شوي دي.






