څرګنده شوې ده چې د ميانوالي په هوايي اډه بريد کې بهرنۍ وسلې کارول شوې وې.

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه دنومبر په څلورمه نيټه ميانوالي کې دپاکستان دپوځ په تربيتي اډه دترهه گرو په بريد کې داستعمال شوې بهرنۍ وسلې په اړه تفصيلات مخې ته راغلي دي.
دسرچينو له مخې دميانوالي په بريد کې دوژل شوؤ ترهگرو سره ملې بهرنۍ وسلې امريکائي جوړې شوې دي.
دسرچينو ترمخه دترهگرو څخه ترلاسه شوؤ وسلو کې RPG-7، AK-74، M-4 او M-16/A4 شامل دي.
د يادونې وړ ده چې د نومبر په څلورمه نېټه په ميانوالي کې د پاکستان د هوايي ځواک پر اډې ترهګرو بريد کړی و چې امنيتي ځواکونو يې ناکامه او ټول ۹ ترهګر وژلي وو.






