د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د مې د نهمې په پېښو کې د پخواني داخله وزیر شیخ رشید ضمانت منظور کړی دی.

0
180

باغي ټي وي رپورټ

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد عدالت جج ملک اعجاز اصف د شیخ رشید د ضمانت درخواست اوریده چې پکې د داخله پخوانی وزیر د خپل وکیل سردار عبدالرزاق سره عدالت ته حاضر شو.

د شیخ رشید وکیل سردار عبدالرازق خان ویلي چې شیخ رشید د نهم مې د پېښې سره هیڅ تعلق نه لري، د هغه په ​​اړه د نهم مې د پېښې کوم ثبوت نشته.

عدالت په وارث خان پوليس سټيشن کښي درج شوي مقدمه کښي د شيخ رشيد ضمانت منظور کړے او پخواني داخله وزير ته ئي د پنځوس زره روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے دے۔

قاضي ملک اعجاز اصف پوښتنه وکړه چې شیخ صاحب تاسو کمزوری ښکاري، صحت مو سم دی؟ په دې اړه شیخ رشید وویل چې په ۴۰ ورځو کې یې ۳۱ کیلو وزن کم کړی دی.

قاضي ملک اعجاز اصف پوښتنه وکړه چې شیخ صاحب تاسو کمزوری ښکاري، صحت مو سم دی؟ په دې اړه شیخ رشید وویل چې په ۴۰ ورځو کې یې ۳۱ کیلو وزن کم کړی دی.

د دې نه علاوه عدالت د نهم مې نه تر اتم نومبر پورې د شیخ رشید د وراره شیخ رشید شفیق ضمانت هم منظور کړی دی.

Leave a reply