کوئټه کښي د کانګو وائرس شکمن مريض مړ شوے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
د کانګو په ويروس اخته کس د هزار ګنجي نه په نازک حالت کې فاطمه جناح هسپتال ته راوړل شوے وو چرته چې هغه روغ نه شو۔
تر دې مخکې د یکشنبې په سهار په کوټه کې د کانګو په ویروس اخته ډاکټر شکرالله په کراچۍ کې د درملنې پر مهال ساه ورکړه.
په کوئټه کښې د کانګو وائرس د کيسونو مخې ته راتلو نه پس د سندهـ صحت محکمي يو لارښود جاري کړے دے چې پکښې د صوبې ټولو هسپتالونو ته د کانګو وائرس په ضد د احتياطي تدابير نيولو هدايات شوي دي۔





