د جمعیت علمای اسلام (JUI) مشر مولانا فضل الرحمان د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس له مشرانو اسماعیل هنیه او خالد مشعل سره لیدلي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري وايي، مولانا فضل الرحمن له یوه پلاوي سره پرون قطر ته رسېدلی او هلته یې د حماس له مشرانو سره په لیدنه کې د فلسطین پر مسئلې مفصلې خبرې کړې دي.
د حماس مشر اسماعيل هنيه د مولانا فضل الرحمان سره د ليدنې په مهال وويل دا د اسلامي امت دنده ده چې د اسرائيلو د ظلمونو په وړاندې متحد شي.
د حماس مشر خالد مشعل ویلي چې په کشمیر او فلسطین کې له اوږدې مودې راهیسې ظلمونه د بشري حقونو د دعویدارانو پر مخ یوه ټوټه ده، مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې د فلسطین د سفیر رول لوبولی دی.
په دې موقع مولانا فضل الرحمان ووئيل د پرمختللو هېوادونو دعوې كوونكو لاسونه د بې ګناه ماشومانو او مېرمنو په وينو رنګ شوي دي۔
د یادولو وړ ده چې د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان د اسراییلو تر برید لاندې د فلسطینیانو د مرستې لپاره غزې ته تللی دی.
مولانا فضل الرحمن د کوم مسلمان هیواد لومړنی مذهبي او سیاسي مشر دی چې د جګړې سیمې ته سفر کوي.
د مولانا فضل الرحمن حرکتونه پټ ساتل شوي وو ځکه چې هغه غوښتل په خاموشۍ سره د ویجاړ شویو خلکو سره اړیکه ونیسي او د دوی سره مرسته وکړي، خوراکي توکي او درمل ورسره واخلي.
په دې اړه د جے يو آئي وياند اسلم غوري د تماس په مهال د مولانا فضل الرحمان د غزې د سفر پخلى وكړ خو د تفصيلاتو له وركولو يې ډډه وكړه.