ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو ایران سره د هلمند سیند حقابه منلې ده  

0
175

ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو ایران سره د هلمند سیند حقابه منلې ده  

د راپورونو په حواله،د ايران بهرنيو چارو وزارت کې د لوېديځې اسيا د څانګې مشر سيد رسول موسوي ویلي، چې له طالبانو سره د ايران د حقابې پر سر خبرې روانې دي، خو دغو خبرو لا رسمي بڼه نه ده خپله کړې او ځکه د ده په وينا تر اوسه اوبه هم نه‌دي ترلاسه شوي.

 

(2021 / 10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یو شمېر ایراني رسنیو د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکو له قوله لیکلي، چې طالبانو په غیر رسمي خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ايران د اوبو حق منلی دی.

د راپورونو په حواله،د ايران بهرنيو چارو وزارت کې د لوېديځې اسيا د څانګې مشر سيد رسول موسوي ویلي، چې له طالبانو سره د ايران د حقابې پر سر خبرې روانې دي، خو دغو خبرو لا رسمي بڼه نه ده خپله کړې او ځکه د ده په وينا تر اوسه اوبه هم نه‌دي ترلاسه شوي.

رسول موسوي دغه راز ټینګار کړی، چې ایران طالبانو سره خبرې کړې، خو باید دا په رسمی مذاکراتو بدل شي. هغه ویلي، چې که څه هم طالبانو د هلمند حقابه په دې پټو خبرو کې په رسمیت پېژندلې، خو اوس هم ایران هغو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د مالوماتو له مخې، دواړه هېوادونه د هلمند پر اوبو یو تړون لري چې له مخې یې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري.

طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Leave a reply