د پي ټي ائي خېبرپښتونخوا نائب صدر ظاهر شاه طورو وئيلي دي چې په صوبه کښې به راتلونکي حکومت د پي ټي آئي وي بغير له کوم اتحاد نه.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/11/download-71.jpeg)
باغي ټي وي رپورټ
جیو نیوز سره په خبرو کې د صوبايي نائب صدر ظاهر شاه تورو ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو لخوا د اتحاد لپاره وړاندیزونه کیږي خو پي ټي ائي د صوبې په راتلونکو انتخاباتو کې د چا سره اتحاد کولو اراده نه لري.
ظاهرشاه تورو وويل، چې پي ټي ايي به په خپله ټاکنيزه مبارزه کوي او په صوبه کې به راتلونکي حکومت د پي ټي ائي وي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې پي ټي ايي د صوبې يوازنۍ قوي ګوند دی، د پي ټي ايي نه علاوه ټولې سياسي ګوندونه د ولس نه خپل مخونه پټوي، ټول سياسي ګوندونه بايد په ليول پلی يډ کې متحد شي.