د اسلام اباد او کوټې تر منځ د PIA هوايي رابطه له ۱۶ ورځو وروسته بحال شوه، د PIA الوتنې PK 325 او 326 وروستی ځل د سپټمبر په 9 مه چلول شوې وې.

0
290

باغي ټي وي رپورټ

نن به د پي آئي اے پروازونه د معمول په شان د کوئټې نه راروان او روان وي، په داسې حال کې چې د فیصل آباد او ملتان نه عملیات سل فیصده بحال شوي دي.

په 18 ورځو کې د پي آئي اے 772 پروازونه منسوخ کړل شوي او مسافرو ته 50 کروړه روپۍ واپس شوي دي په داسې حال کې چې پي آئي اے ته په مجموعي توګه 7 اربه روپۍ تاوان رسيدلى دى.

د پرواز د مهالویش له مخې د کراچۍ دوبۍ پرواز 213، د کراچۍ تربت 501، 502 کراچۍ سکر 536، 537 اوس هم لغوه دي او د لاهور جده پي کی 859 او د شارجې لاهور پي کی 186 پروازونه منسوخ دي.

د سیالکوټ دوبۍ PK 179، 180، د اسلام آباد تربت 509، 510، جده 841 دوبۍ 233، 212 شارجه 182، د پېښور شارجه 257، 258 او جده 736 هم منسوخ شوي دي.

Leave a reply