په هېواد کې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنيانو د شړلو عمليات دوام لري.
باغي ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د تورخم له پولې ۱۲۶۸۹ غیرقانوني کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې له دې وروسته ټولټال ۱۶۰۶۳۸ غیر قانوني اوسیدونکي افغانستان ته استول شوي دي.
افغان لومړي وزیر ویلي، چې افغانانو ته دې د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي او د خبرو او تفاهم له لارې دې ستونزه هواره شي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په غير قانوني توګه مېشتو بهرنيانو ته د اکټوبر تر ۳۱مې له هېواده د وتلو مهلت ورکړى و، چې له هغه وخته راهيسې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنيانو د نيولو لړۍ روانه ده او بهرنيان نيول شوي او له هېواده وتلي دي. په بیلا بیلو ښارونو کې په تاسیساتو کې ساتل کیږي.