سترې محکمې اليکشن کميشن ته امر کړی چې د صدر سره تر مشورې وروسته دې نن د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
باغي ټي وي رپورټ
په ملک کې په ۹۰ ورځو کې د ټولټاکنو په اړه د اورېدنې په مهال د الېکشن کمېشن وکيل نن په سپريم کورټ کې حاضر شو او وې ويل چې اليکشن کميشن په ملک کې د فرورۍ په ١١مه نيټه د انتخاباتو ترسره کولو ته تيار دی.
د اورېدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان د الېکشن کمېشن وکيل ته ووئيل چې په دې معامله دې له صدر سره مشوره وشي چې په دې اړه د اليکشن کميشن وکيل وويل چې د اليکشن کميشن چارواکي به د صدر سره مشوره کوي او که نه.
چيف جسټس آف پاکستان ويلي دي چې اليکشن کميشن د اولس مشر سره په مشوره د دې مسئلې په اړه فيصله کوي او بيا مقدمه اوري چې وروسته په دې لړ کښې د اليکشن کميشن بيړنۍ غونډه شوې ده۔
ورسته د الېکشن کمېشن سره د مشورې وروستو د اليکشن کميشن سيکرټري عمر حميد وويل چې دا فيصله يې د صدر سره په مشوره کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون منشي وايي، له ولسمشر سره تر مشورې مخکې د کمېسیون غونډه اړینه وه، په هېواد کې د ټاکنو په اړه به ډېر ژر له ولسمشر سره مشوره وشي او سترې محکمې ته به خپل ځواب وړاندې کړي او ټول به یې وګوري.
د اليکشن کميشن لخوا سپريم کورټ ته وئيلي شوي وو چې اليکشن کميشن په ملک کښې د عامو انتخاباتو نيټې لپاره د اولس مشر سره مشوره کولو فيصله کړې ده۔
چيف جسټس وويل اليکشن کميشن دې ژر تر ژره دپاکستان صدر سره ليدنه وکړي اؤ تر مشورې وروستو دې يوه نيټه ټاکلې شي اؤ عدالت دې خبر کړل شي.
سترې محکمې د ټاکنو کمېسیون ته امر کړی چې له ولسمشر سره تر لیدو وروسته نن د ټاکنو نېټه اعلان کړي او ویلي یې دي چې د ټاکنو کمېسیون له لوري ټاکل شوې نېټه باید تعقیب کړي.
د پاکستان سترې محکمې قاضي فائز عیسی ویلي سپریم کورټ یوازې انتخابات غواړي او په هیڅ بحث کې نه راتلل غواړي سپریم کورټ دې د فیصلې په اړه سبا ته خبر ورکړي.