د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستانه غوښتي چې د غیر قانوني افغانانو د ایستلو پر ځای دې د راجستر کولو لپاره یو جامع میکانیزم جوړ کړي.

باغی ټی وی رپورټ
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر خان اپریدي ویلي، د افغانانو بېرته ستنېدل جدي پایلې لرلی شي او د دوی ژوند هم له خطر سره مخامخ کېدای شي.
د افغانستان د وضعیت په اړه ۸ هېوادونو او اروپايي ټولنې هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د بې اسنادو افغانانو لپاره دې د راجسټریشن سیستم جوړ شي او د هغو افغانانو خوندیتوب دې تامین شي، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو سره پناه غواړي.
په دې لړ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان او نور هېوادونه بايد د افغان کډوالو په اړه خپل مسووليت ادا کړي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد د پناه غوښتونکو افغانانو ته د ننوتو اجازه ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په پاکستان کې په غير قانوني توګه مېشتو بهرنيانو ته د اکټوبر تر ۳۱مې نېټه په خپله خوښه له هېواده د وتلو مهلت ورکړی و، چې دغه موده تېره شوې ده.
د حکومت لخوا د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته، غیرقانوني بهرنیان نیول کیږي او په پټنځایونو کې ساتل کیږي چې له هغه ځایه به خپل هیواد ته ویستل شي.






