د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان او نور هېوادونه باید د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیت پوره کړي.

باغی ټی وی رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید هغو افغانانو ته چې د امنیت په لټه کې دي د ننوتو اجازه ورکړي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد له نړيوالو موسسو سره په اړيکه کې وي، څو افغانانو ته مرستې ورسوي.
له دې وړاندې د اطلاعاتو نگران وفاقي وزير ويلي وو چې د هغو کسانو په ضد عمليات روان دي چې د سفري اسنادو نه لري.
شاهزيب خانزاده نن د جيو نيوز په پروګرام کې د خبرو پر مهال وويل، چې په پاکستان کې په قانوني توګه مېشت افغانان او کډوال زموږ وروڼه دي، يوازې ناقانونه افغانان شړل کېږي.
هغه وويل، چې د عملياتو پر مهال که څوک څوک ځوروي، مجازات به شي.
ياده دې وي چې د اکتوبر په 31مه نيټه د حکومت لخوا خپلو وطن ته د واپسۍ لپاره ورکړے شوې مهلت ختميدو نه پس د غيرقانوني اوسيدونکو په ضد په ټول ملک کښې عمليات پيل شوي وو۔