د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د بیاکتنې ماموریت به نن په دوه اونیو دوره پاکستان ته راشي.

0
155

باغی ټی وی رپورټ

سرچينې زياته کړې، چې د IMF پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونيو پاکستان کې پاتې شي، چې په ترڅ کې به يې د ماليې وزارت، انرژۍ وزارت، سټيټ بينک او ايف بي آر او هم د صوبايي حکومتونو سره خبرې وکړي.

د سرچينې په وينا، پاکستاني چارواکي د پيسو د نړيوال صندوق له پلاوي سره د خبرو اترو برياليتوب ته خوشبين دي.

سرچينې زياته کړې، چې اى اېم اېف د بهرنۍ مالي مرستې په مسله خپله اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې پاکستان بايد په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي.

د اسعارو د تبادلې په مسله هم د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ اختلافات موجود دي، آئي ايم ايف د وارداتو کنټرول لپاره د دسمبر 2022 سرکلر ختمولو غوښتنه کړې ده په داسې حال کې چې پاکستان د قرضونو د کمولو لپاره د بجلۍ او ګيس نرخونه زيات کړي دي۔

د سرچينو ترمخه دپاکستان دبهرنيو اسعارو ذخائر هم د ائي ايم ايف د غوښتنو سره سم دي او د پاکستان د کرنټ اکاؤنټ خساره هم د آئي ايم ايف د غوښتنو سره سم ده.

سرچينې وائي چې ايف بي آر تر اکتوبر پورې د ټاکلي هدف څخه 66 اربه روپۍ زياتې ټيکسونه جمع کړي دي په داسې حال کې چې د بېنظير انکم سپورټ ترمخه په لمړۍ ربعه کې نزدې 90 اربه روپۍ تقسيم کړل شوي دي.

Leave a reply