د پاکستانۍ کلدارې په مقابل کې د ډالرو بیې د لوړیدو په حال کې دي.
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د سټيټ بينک لخوا د جاري شوو معلوماتو له مخې نن د انټر بينک نرخ کې د ډالر په مقابله کې يو روپۍ درې پيسې زياتوالى راغلى دى.
د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو له مخې، نن د ډالر بیه په ۲۸۲ روپۍ ۵۰ پیسو بنده شوې ده.
پرون د ډالر بیه د ۵۲ پیسو له زیاتوالي وروسته په ۲۸۱ روپۍ ۴۷ پیسو بنده شوه.