د مذهبي چارو وزارت لخوا پي آئي اے ته د 50 کروړه روپو نه زیاتې روپۍ ورکړې شوې چې له هغې وروسته د قومي ائیرلائن لخوا د پروازونو په منسوخولو کې کمی راغلی دی.

0
29

باغی ټی وی رپورټ

د چارواکو په وینا، د مذهبي چارو وزارت څخه د ملي ائیرلائنز لخوا د 50 کروړه روپو څخه ډیر ترلاسه شوي.

د پي آئي اے وياند وئيلي دي چي پي آئي اے پي ايس او ته نور پنځوس کروړه روپئ د تيلو په مد کښي ادا کړي دي چي له وجي به ئي سبا نه د قومي ايئر لائن فلائيټ آپريشن سل فيصده بحال شي۔

بل پلو د اسلام اباد نه ګلګت ته څلور پروازونه د دوه ورځو پرله پسې روانیدو نه پس نن د نومبر په لومړۍ نېټه یو ځل بیا لغوه شوي او په مجموعي توګه ۱۹ پروازونه منسوخ شوي دي.

د اسلام اباد ګلګت الوتنې PK 601, 602, 605, 606, دوبۍ 233, سکر 631, 632, کراچۍ 368, 369 لغوه شوي دي په داسې حال کې چې د لاهور جده PK 959, کراچۍ 303, شارجه 186, شارجه پيښور P53, کراچي P533, P53K جده 840، د کراچۍ سکر PK 536، 537 او د دوبۍ فیصل آباد PK 224 منسوخ شوي دي.

Leave a reply