ټول خلک په ځانګړې توګه ښځې باید تل آیوډین لرونکې مالګه وخوري تر څو د ایوډین کمښت پوره شي او د دوی ماشومان ی صحتمند پاتې شي:ماهرین

نصیب شاه شینواري

د قبائيلي ضلعو پشمول ټوله خيبرپښتونخوا کښي د صحت محکمي لخوا د آئيوډين اهميت په اړه د آئيوډين ورځ ونمانځل شوه ،په دې اړه د پوهاوي غونډې سره سره يو واک هم اوکړے شو

په دې موقع ډاکټرانو او کارپوهانو د آیو ډین مالګې په اهمیت رڼا واچوله او خلکو ته یې د دې ملګې د کمښت له خطرونو څخه خبر کړل.
ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا محکمې مشر ډاکټر وقار او مس افشا وویل، چې د آیوډین د کمښت له امله نه یوازې میندې حمل له لاسه ورکوي، بلکې ماشومان هم ګونګي او کاڼه پاتې کیږي .

کارپوهانو ټینګار وکړ چې ټول خلک په ځانګړې توګه ښځې باید تل آیوډین لرونکې مالګه وخوري تر څو د ایوډین کمښت پوره شي او ددوی ماشومان ی صحتند پاتې شي.

د پوهاوی پروګرام کوآرډینیټر ډاکټر هارون، د ای پی آئی پروګرام ډاکټر عارف، د نیوټریشن منیجر افشا فواد او فوکل پرسن فاروق سره سره اے ډی سی فوزیه هم ګډون وکړو.

ياده دې وي چې په پاکستان کښې پہ هر درې کسانو کښې یو تن د ايوډين له کمښت سره مخ دي چې په دې کې د کاغان او ناران په ګډون د اپر پنجاب، خيبر پښتونخوا او نورو شمالي سيمو کليوالې سیمې هم شاملې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载