د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني ستوري توپ وهونکي ظهیر عباس ویلي دي چې د کرکټ د نړیوال جام په مناسبت باید مشر سلېکټر استعفا نه وای کړې.
باغی ټی وی رپورټ
د جیو نیوز په پروګرام جیو پاکستان کې د خبرو پر مهال ظهیر عباس وویل چې په نړۍ کې داسې مثال نشته چې یو ټیم دې ورلډکپ ته تللی وي او څوک دې استعفا ورکړي وي.
هغه وویل چې د دې معنی دا ده چې د مشر انتخاب کونکي په ذهن کې یو څه و چې هغه په دومره مهم وخت کې استعفا ورکړه.
دغه پخواني کرکټر ویلي، چې هند ته له ماتې ورکولو وروسته د پاکستانۍ لوبډلې کارکردګي راښکته شوه، ډیپارټمنټ کرکټ خورا مهم و، چې له منځه تللی دی.
ظهیر عباس وویل، دا د پوهېدو وړ نه ده چې د لومړي نمبر لوبډلې دا ډول کارکردګي وښودله، مخکې لیدل کېده چې د هند پر وړاندې له ماتې وروسته لوبډلې بده لوبه پیل کړه، نو دا د کپتان او روزونکي دنده ده چې مورال لوړ کړي. د هلکانو حالت ښه شوی دی.
هغه زیاته کړه، د کرکټ اداره یا خو هغه خلک دي، چې په کرکټ نه پوهیږي او یا هم په سیاست کې څوک وي، تنظیم کوونکی په کرکټ نه پوهیږي، نو پایله به یې همدا وي.
د کرکټ پخوانی لوبغاړی وايي، خلک د کرکټ د له منځه وړلو تر شا ولاړ دي، د خدای لپاره کرکټ لوبغاړو ته ورکړي.