د تربت په نصير اباد سيمه کې د پوليسو په پوسته د وسله والو په بريد کې يو پوليس او څلور مزدوران وژل شوي دي.

0
189

باغی ټی وی رپورټ

د بلوچستان نګران وزيراعلي علي مردان خان ډومکي د کورنيو چارو او قبايلو چارو له وزارت څخه د تربت پېښې په اړه راپور غوښتی او ويلي يې دي چې د بې درکه شويو مزدورانو وژنه يوه غمجنه پېښه ده، په دې کې ښکېل عناصر به د قانون منګولو ته وسپاري.

نگران وزيراعلي وئيلي دي چې دترهه گرۍ پيښه دغندلو وړ ده، د نړۍ هيڅ مذهب دترهه گرۍ اجازه نۀ ورکوي.

ده ووئيل د بلوچستان روايات مېلمستيا ده او په كور كښې د مېلمه ژوند نه اخلي٬ د امن مخالف عناصر هم زمونږ د رواياتو دښمنان دي٬ د امن بحالۍ هڅې به د سبوتاژ كولو اجازه ور نه كړي۔

هغه زیاته کړه، د سولې په ټینګښت کې به د امنیتي ځواکونو د زړورو سرتېرو قربانۍ بې ځایه نه ځي، د سولې ضد عناصرو د ځپلو لپاره به تر وروستي حده ولاړ شي.

بل لوري ته تربت کې دپوليسو په مرکز وسله والو کسانو بريد کړى اؤ کارکونکي يې وژلي دي اؤ ايس پي تربت محمد بلوچ وروستو له هغې ليرې کړل شوى دى.

د سرکاري اعلاميې له مخې د تربت په نصير آباد سيمه کښې د پوليسو په تاڼه د ډزو له پيښې وروسته ايس پي ته د مرکزي پوليس دفتر ته د رپورټ ورکولو هدايات شوي او د کوټې په سرياب سيمه کښې ايس پي ضيا مندوخېل ته د رپورټ ورکولو هدايات شوي دي. ايس پي تربت ته ټاکل شوې ده.

بلخوا په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه تر اړینو عملیاتو وروسته د دوی پلرنۍ سیمې مظفرګړ ته لېږدول شوي دي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم تربت سيمه کې د سټلايټ ټاؤن په کور د ډزو له امله شپږ مزدوران وژل شوي وو.

Leave a reply