د ریونیو فیډرل بورډ (ایف بی آر) د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ټیکس ټولولو هدف پوره کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
ايف بي آر د مالي کال په څلورو مياشتو کې 37 فيصده زياتوالي سره 2 زره 748 اربه روپۍ ريونيو جمع کړې، تېر کال په همدې موده کې 2 زره 159 اربه روپۍ ريونيو جمع کړې شوې وه.
د ايف بي آر بيان کښي وئيلي شوي دي چي د روان کال په اولني څلور مياشتو کښي د ټيکس جمع کولو هدف دوه زره 682 اربه روپۍ وو، ايف بي آر د خپل هدف نه 66 اربه روپۍ زياتي جمع کړي دي۔
بيان ترمخه ايف بي آر اکتوبر مياشت کښې 707 اربه روپۍ ريونيو جمع کړې، د اکتوبر مياشت کښې د ټېکس جمع کولو هدف 516 اربه روپۍ وو۔
دې نه علاوه ايف بي آر د روان مالي کال په وړومبۍ څلور مياشتو کښې د 158 اربه روپو ريفنډونه ادا کړي دي۔
د اعلامیې له مخې، د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۲،۹ میلیونه کسانو خپل مالیاتي تذکرې جمع کړې دي.
تېر کال د مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲.۵۷ میلیونه کسانو خپل د مالیې اسناد جمع کړي وو.
بل لوري ته سرچينې وائي چې ايف بي آر دټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه نه غځولو فيصله کړې ده.
دسرچينو ترمخه د انکم ټيکس کميشنرانو ته به دا اختيار وي چې د درخواستونو د جمع کولو نيټه وغځوي، د انکم ټيکس کميشنر ته به دا اختيار وي چې صرف د درخواست په صورت کښې موده وغځوي.






