طالبان: موږ غواړو ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولرو

طالبان: موږ غواړو ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولرو
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دوی غواړي ټولې ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
طالبانو یو ځل بیا ویلي چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادو سره حتا له هغو هېوادو سره چې تر اوسه ورسره په جنګ کې ؤ، د طالبان یوۀ ویاند قاري یوسف احمدي په یوه مرکه کې ویلي چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متقابل احترام او ښو اړیکو غوښتونکي دي.
دۀ د ښځو حقوقو ته په اشارې ویلي چې دوی ښځو ته ټول هغه حقوق ورکوي چې اسلام ورکړي دي.
د یادولو وړ ده چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم ویلي چې که طالبان د ښځو او د بشر حقوقو ته پام وکړي دوی به له یادې ډلې سره مرستې وکړي.






