لنډي کوتل کښې دې دوکانداران غیرمعیاري خوراکي توکي نه خرڅوي او د انساني صحت سره دې لوبې نه کوي: خیبر پښتونخوا فوډ سیفټي او حلال فوډ اتهارتي

نصیب شاه شینواري
د خیبر پښتونخوا فوډ سیفټي او د حلال فوډ اتهارټي څانګې اسسټنټ ډایریکټر غلام عباس رسنیو سره خبرو اترو کښې اوویل چې د چرګ غوښه تازه ساتلو لپاره خپله ایس او پی ده ،هغه وای چې د چرګ غوښه له ۱۸ اتلس سنټي ګریډ کم درجه حرارت کښې کیښودل په کار وي او که د چرګ غوښه د فریزر نه بغیر تر یو ساعت پورې د فریزر (یخچال) څخه بهر کیښودل شی نو دا غوښه بیا د انسان د خوراک لپاره ګټه وره نه وي .
په ۳۰ دیرشم اکتوبر د خیبر پښتونخوا فوډ سیفټي او حلال فوډ اتهارتي لنډي کوتل بازار کښې یو شمیر دوکانداران چې د خوراکي توکو په اړه ی د صحت د اصولو څخه سرغړونه کړې وه جرمانه کړل او دوی ته خبردارۍ ورکړو چې بیا داسې خلاف ورزي و نه کړي او انسان صحت سره لوبې و نه کړي.
د دې ذکر شوې محکمې اهلکار چې پي ایچ ډی ډاکټر هم دې ،محمد شاهد(لیبارټری ټیسټونو ماهر) د یو شمیر خوراکي توکو لکه پۍ(شوده)، غوړي او د مالګې لیبارټري ټیسټونه هم ترسره کړل، هغه په موقع رسنیو ته اوویل چې افضل غوړي او کامران غوړي غیرمعیاري دي ځکه په دې نه خو د میعاد ختمیدو نیټه شته او وټامن اې اوس ډي په پیکټ لیکل شوي دي خو لیبارټري ټسټ څخه تصدیق شوه چې په دې غوړو کښې وټامن ډي او اې شتون نه لري، د پیو په اړه ی هم داسې معلومات ورکړل چې د دو دوکاندرانو په پیو کښې ۳۴ سلنه اوبه ګډې کړې شوې وې.
اسسټنټ ډایریکټر غلام عباس هم رسنیو ته اوویل چې یو شمیر دوکانونو کښې غیرمعیاري او صحت ته زیان رسوونکي خوراکي توکي لکه مالګه، د ټماټرو لغاب،چپس پاپړ چې غیرمعیاری ثابت شو

اوموندل شول او دې دوکاندارانو ته ی نوټس جاري کړو چې دا توکي دې بیا نه خرڅوی ځکه دا انساني صحت ته زیان رسوونکي دي.
نوموړي وایی چې څو ورځې وړاندې ی په لنډي کوتل کښې بیله بیلو هوټلونو،بیکرۍ دوکانونو او د خوراک څیزونو دوکانونو معاینه وکړه او دوی ته ی خبردارۍ ورکړو چې د غیرمعیاري خوراکي توکو ځرڅولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي وایی چې دوی دوکاندارانو ته ویلي چې د حکومت دا محکمه د اولس د کاروبار او مزدورۍ خلاف نه ده خو دا محکمه چاته اجازت هم نه ورکوی چې څوک دې غیرمعیاري خوراکي څیزونه خرڅ کړي ،هغه زیاتوي چې زیات دوکانداران غیرتعلیم یافته دی خو دوی هڅه کوي چې حلال فوډ محکمې اهلکار دا دوکانداران د انساني صحت ته زیان رسوونکي توکو څخه خبره کړي .
نوموړي دا هم اوویل چې دوی غواړي چې ددې دوکاندارانو کاروبار ته وده ورکړي چې دا دوکاندران داسې څیزونه خرڅ کړي چې د انساني صحت لپاره ګټه ور وي.
نوموړي اوویل چې دوی داسې پلان جوړ کړې چې وخت سره سره د خوراکي توکو دوکانونو معاینه وکړي او دوکانداران د انسان صحت ته زیان رسوونکي توکو څخه خبر کړي او دوی ته لارښوونه وکړی چې دا توکي نه خرڅوي.
د لنډي کوتل تحصیل د اسسټنټ کمشنر دفتر یو اهلکار مطابق دوی یوه اونۍ وړاندې هم د معاینې په مهال ولیدل چې د حلال فوډ اتهارټي اهلکار په لنډي کوتل بازار یو خوراکي توکي خرڅوونکي دوکاندار ته خبردارۍ ورکړې وو چې د خوراک په مصالحه کښې ی دداسې توکو ګډون کړې وو چې انساني صحت لپاره ډیر نقصاني دې.
د دې محکمې اهلکارو رسنیو ته اوویل چې وخت سره سره باید دا خلق د زیان رسوونکو توکو څخه خبر شی او باید په راروان وخت کښې دوی دداسې خوراکي توکو څخه ډډه وکړي چې انساني صحت ته زیان رسوي.
یوه اونې وړاندې هم ددې محکمې اهلکار چې کله لنډي کوتل ته راغلي وو نو د عیني شاهدانو مطابق دې اهلکارو دې سوداګرو او دوکاندارانو ته هغه خوراکي توکي په ګوته کړل په کومو کښې چې ګډون شوې وو، دې اهلکارو په سختې سره خوراکي توکو خرڅوونکو ته خبردارۍ ورکړو چې دوی دې د اولس صحت سره لوبې نه کوي او په بازار کښې دې معیاري او د صحت لپاره ګټه ور خوراکي توکي خرڅوي.
د ځآیی اولس او سرچینو مطابق په لنډي کوتل بازار کښې یو شمیر داسې کسان شته چې غیرمعیاري او صحت ته زیان رسوونکي خوراکي توکي خرڅوی او چې کله دا کسان انتظامیه ونیسي نوی دلته داسې کسان وی چې ددې خلقو حمایت کوي او بیا دا کسان د انتظامیه څخه خلاص کړي او بیا د انسانانو د صحت سره لوبې شروع کړي او هم غیرمعیاري او صحت ته زیان رسوونکي توکي خرڅوي.
که وکتل شی نو ښه او معیاري خوراک د ښه ،قوي او روغ جوړ صحت ضمانت ورکوي خو له بده مرغه زمونږ په معاشره کښې داسې خلق،سوداګر او دوکاران شته چې د اولس صحت سره لوبې کوي،دا سوداګر خوراکي توکي کښې ګډون کوي کوم چې د اولس په صحت ډیره بده اغیزه کوي.

ځایی اولس د خیبر پښتونخوا د صحت او خوراک اړوند محکمو او چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوی دې په ضلع خیبر کښې هم د بازارونو معاینه بیا بیا وکړي او د انسان صحت سره لوبې کوونکو د خوراکي توکو خرڅووونکو په ضد دې قانوني کاروایی وکړي.
نعمت الله شینوري چې د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مشر دې رسنیو سره خبرو کښې د خیبر پښتونخوا د فوډسیفټي او حلال فوډ اتهارټي ستاینه وکړه چې دوی د لنډي کوتل د خوراکي توکو دوکانونو معاینه وکړه او په ځای ددې خوراکي څیزونو لیبارټري ټیسټونه هم ترسره کړه.
هغه اوویل او زیاته ی کړه چې نن سبا ډیر کم عمر ځوانان د زړه ناروغۍ او د معدې ناروغۍ رنځوران دي او ددې لامل او وجه هم دا غیرمعیاري خوراکونه خوراکي توکي دي چې په لنډي کوتل بازار کښې ی دا دوکانداران خرڅوي.
هغه اوویل چې دا دوکاندار په حقیقت کښې د انساني صحت سره لوبې کوي او باید دوی دا لوبه بنده کړي .
د لنډي کوتل د ستونزو د هواري په اړه جوړه شوې یوې کمیټۍ مشر الیاس شینواري رسنیو سره خبرو اترو کښې اوویل چې دوی ددې محکمې د لنډي کوتل دوره په ښو ټکو کښې ستایی او د
لنډي کوتل انتظامیه او نورو اړوند چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ددې په عملي کولو کښې دې مرسته وکړي .
هغه اوویل چې څوک هم چې غیرمعیاري خوراکي توکي جوړوي یا ی خرڅوی هغه د انساني صحت او د ټولنې ښکاره دښمنان دي او دداسې کسانو په ضد باید قانوني کاروایی وشي.






