د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شاهین افریدي یو مهم ریکارډ جوړ کړ.

باغی ټی وی رپورټ
د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی شاهین افریدي د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو په نوملړ کې شامل شو.
پاکستاني بالر په ۵۱ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې او مچل سټارک په ۵۲ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې.
شاهین افریدي تر ټولو چټک پاکستانی لوبغاړی هم شو چې ۱۰۰ ویکټې یې اخیستې، دا یوه لاسته راوړنه ده چې د نړیوال جام په یوه لوبه کې یې د بنګله دیش خلاف په خپل لومړي اوور کې د بنګله دیش اوپنر تنزید حسن په ویکټه واخیسته.
ثقلین مشتاق په ۵۳ یو ورځنیو لوبو کې، د نیپال سندیپ لامیچن په ۴۲ او د افغانستان راشد په ۴۴ لوبو کې دغه هدف پوره کړی، چې په ټولیزه توګه شاهین دریم تیز توپ اچونکی دی چې ۱۰۰ ویکټې اخلي.






