د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د سایفر په کیس کې پنځه نور شاهدان حاضر کړل.

0
139

باغی ټی وی رپورټ

د راولپنډۍ اډياله جيل کښې د خاص عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين په مشرۍ کښې د سایفر په اړه د مقدمې اورېدنه وشوه چې پکښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان، شاه محمود قريشي، حکومتي وکيل عمر اشتياق، محمد شرجيل، ايف آئي اے، د وفاقي حکومت اسپيشل پراسيکيوټر عدالت کښې موجود وو۔ د محکمې په خونه کې پنځه دولتي شاهدان هم حاضر وو.

د سرچينو له مخې داوريدنې په مهال دعدالت په کمره کې دسرکاري شاهدانو دبيانونو ريکارډنگ پيل شوى اؤ په دغه مهال د ايف آئي اے ټيم 5 نور گواهان هم وړاندې کړل.

د سايفر په مقدمه کې 10 حکومتي شاهدان عدالت کې موجود وو چې پکې عمران سجاد، عقيل حيدر، شمعون قيصر، ايم افضل، نادر خان، اقرا اشرف، فرخ عباس، حسيب بن عزيز، شبير او خوشنود شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې دولتي څارنوال رضوان عباسي او سردار شوکت د شاهدانو بيانونه ريکارډ کړي، خو د محکمې په خونه کې د حاضرو شاهدانو بشپړ بيانونه نه دي ثبت شوي.

وروسته عدالت د صفوي وکيلانو په استناد د مقدمې اوريدنه د نومبر تر ۷مې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply