د پخواني چیف سلیکٹر انضمام الحق د استعفا او تحقیقاتو په اړه جوړه شوې کمېټۍ نن نه خپل کار شروع کړی دی.

0
52

باغی ټی وی رپورټ

تېره ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د پي سي بي د لوبډلې د انتخاب پروسې او د ګټو د ټکر په اړه پنځه کسيزه کمېټه جوړه کړې وه، چې اړوندې سرچينې وايي، دغې کمېټې له نن څخه په کار پيل کړى، چې تر څېړنو وروسته به دغه کمېټه خپل راپور او وړانديزونه وړاندې کړي. مشر ذکا اشرف ته.

دسرچينو له مخې دپاکستان کرکټ بورډ هيله لري چې دغه پلټنه ژر تر ژره بشپړه کړي او له همدې امله دڅيړنيزې کميټۍ لخوا په يوه اوونۍ کې دڅيړنې بشپړولو امکان دى.

د پي سي بي لخوا جوړه شوې پنځه کسيزه کميټي کښې د کرپشن ضد او ويجيلنس يونټ کرنل خالد، کرنل اختر، ډائريکټر ميډيا عاليه رشيد، د قانوني څانګې استازي او د فنانس ايډيټر هم شامل دي۔

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د انضمام الحق د يوې کمپنۍ سره د شيئر هولډر کېدو کيسه مخې ته راغلې وه، خو د کمېټۍ جوړولو نه وړاندې چيف سليکر انضمام الحق د چيف سلېکر له دندې استعفا کړې وه. .

Leave a reply