د آی سي سي شل اوریز نړیوال جام په ۳۱مه لوبه کې بنګله دېش د پاکستان په وړاندې بیټنګ کوي او دا مهال د بنګال ټایګرز څلور لوبغاړي سوځېدلي دي.
باغی ټی وی رپورټ
د بنګله دېش اوپنر تنزید حسن په لومړي اوور کې د شاهین لخوا په صفر وسوځېد، ورپسې نجم الحسین شینټو هم د شاهین لخوا په ۴ منډو وسوځېد.
حارث رؤف مشفق الرحیم بیرته پویلین ته ولیږه او افتخار احمد لاتین داس په ۴۵ منډو پویلین ته لار وموندله.
دا مهال د بنګله دېش ۲۱ اورونه پوره شوي او لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۲ منډې جوړې کړې دي.
دا لوبه د کلکتې په ایډن ګارډن کې کېږي چې د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د ټاس په موقع کپتان بابر اعظم اوویل چی ټاس به ګټلی وی او بیټنګ به کوی.
نننۍ مهمه لوبه کې د پاکستان په لوبډله کې درې بدلونونه شوي دي.
د امام الحق پر ځای فخر زمان، د محمد نواز پر ځای سلمان علي اغا او د شاداب خان پر ځای اسامه میر به نننۍ لوبه کې لوبېږي.