د پاکستان د فدرالي حکومت د پرېکړې له مخې چې په ناقانونه توګه مېشت افغانان بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د تورخم له پولې څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

0
216

باغی ټی وی رپورټ

د وفاقي حکومت له لوري په غير قانوني توګه د مېشتو افغان کډوالو خپل هېواد ته د شړلو له پرېکړې وروسته له خيبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه د ستنېدو لړۍ روانه ده او تر اوسه د تورخم له لارې شاوخوا ٩٠ زره غير قانوني مېشت افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

د خېبرپښتونخوا داخله محکمي د غير قانوني افغان کډوالو واپسي لپاره پيښور، هري پور او خيبر ضلعو کښي عارضي کيمپونه جوړ کړي دي۔

له سبا څخه به په ناقانونه توګه مېشت بهرنیان نیول کېږي او دغو کمپونو ته لېږدول کېږي، چې وروسته به د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

پيښور کښي قائم عارضي کيمپ کښي د دوه زره کسانو گنجائش دی چي پکښي به د طبي امداد تر څنګ خوراک او اوبه هم ورکولې شي، په عارضي کيمپ کښي خاص حفاظتي انتظامات هم کړے شوي دي۔

بل اړخ ته د کورنو چارو محکمي يو کنټرول روم هم جوړ کړے دے چرته چي د واپسئ عمل څاري او يو هيلپ لاين هم شروع کړے شوے دے چي پکښي د غير قانوني خارجيانو د پيژندګلو نه علاوه د نورو مشکلاتو په صورت کښي هدايات ورکولي شي۔

په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له ۹۰۰ زرو ډېر دی، په داسې حال کې چې سږ کال ۱۱۶۴۱۸ افغانانو ته وېزې ورکړل شوې.

Leave a reply