د لاهور ځايي محکمې د پنجاب اسمبلۍ د استخدام په مقدمه کې پخوانی وزیراعلی پرویز الهي په ۱۴ ورځو جوډيشل ریمانډ جیل ته لېږلی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د دوه ورځني جسماني ريمانډ پوره کولو نه پس اينټي کرپشن پرويز الهي د ډيوټي مجسټريټ امير رضا عدالت ته وړاندي کړ چرته چي د کرپشن مخنوي وکيل د نور لس ورځني جسماني ريمانډ غوښتنه اوکړه او وئيلي ئي دي چي د پرويز الهي موبائل فون لا هم غائب دے ، ګرځنده تلیفون باید بیرته ترلاسه شي او عدلي طب ترسره شي.
په عدالت کې د پروېز الهي وکيل وويل چې پروېز الهي د سياسي انتقام په موخه په نښه کېږي، چې په اړه يې بايد عدالت هغه ته په جوډيشل ريمانډ جيل ته د لېږلو امر وکړي.
عدالت کارروائي مکمله کړه او پرويز الهي په څوارلس ورځني جوډيشل ريمانډ جېل ته ولېږه۔
بل اړخ ته ميډيا سره غيررسمي خبرو کښي پرويز الاهي وئيلي دي چي نگران صوبائي حکومت په کوم صلاحيت د بجټ منظوري ورکولي شي، آيا چيف اليکشن کمشنر ورته د بجټ منظورولو نه منع کړي وو؟





