د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د وتلو پلان عملي کولو کې د هېڅ هېواد یا تابعیت په پام کې نه نیول کېږي.

باغی ټی وی رپورټ
د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ په يو بيان كښې وئيلي دي چې د يو اين ايچ سي آر لخوا ميډيا ته وركړې شوي بيان ته په اشارې سره وئيلي دي چې د اېستلو منصوبه په پاكستان كښې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو خارجي وګړو ته په پام كښې نه ده نيول شوې٬ دا پرېكړه د خودمختاره قوانينو په نظر كې نيولو سره شوې۔ د پاکستان او نړیوالو نورمونو.
د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په پاكستان كښې مېشت ټول رجسټرډ خارجيان د دې دائرې لاندې نه راځي، د پاكستان حكومت د خراب صورتحال له وجې د متاثره شويو خلقو امنيت او تحفظ ته ژمن دي۔
وياند ووئيل چې د څلويښتو كلونو راهسې د ميليونونو افغان وروڼو او خويندو كوربتوب د دې ژوندي ثبوت دے، نړيواله ټولنه دې د كډوالو د حالت د تحفظ لپاره په ترجيحي بنيادونو ګډې هلې ځلې وكړي، پاكستان به په دې لړ كښې له نړيوالو ملګرو سره خپلو كارونو ته دوام وركړي۔





