د نامتو ديني عالم مولانا طارق جميل د زوي مرحوم عاصم جميل د جنازې لمونځ به نن په خپل پلرني ټاټوبي تلمبه کښې ادا کيږي۔

0
139

باغی ټی وی رپورټ

د سماجي رابطو ويب سائټ ایکس باندې خپل پيغام کښې مولانا طارق جميل د خپل مرحوم زوي د جنازې د ادا کولو خبر ورکړے دے۔

نوموړي لیکلي چې زما د مرحوم زوی عاصم جمیل د جنازې لمونځ به نن دوشنبه د اکتوبر په ۳۰مه د مازدیګر ۷:۳۰ بجې زموږ په پلرني کلي رییس آباد تلمبه کې ادا کېږي.

بل اړخ ته د پولیس وینا ده چی د مولانا طارق جمیل د زوی عاصم جمیل د حادثاتی مرګ رپورټ درج کړی شوی دی ولی د وارثانو په غوښتنه د عاصم جمیل پوسټ مارټم نه دی شوی.

پوليس وايي، چې جسد يې تر قانوني مراحلو وروسته وارثانو ته سپارلى دى.

ياده دي وي چي د مولانا طارق جميل زوئ عاصم جميل د ډيپريشن په مرض اخته وو او د اکتوبر په 29مه نيټه ئي په ډزو سره خودکشي کړې وه۔

Leave a reply