د مولانا طارق جمیل د زوی عاصم جمیل د ځان وژنې پخلی د وژل شوي مشر ورور مولانا یوسف جمیل هم کړی دی.

0
234

باغی ټی وی رپورټ

د اکتوبر په ۲۹مه شپه د مولانا طارق جمیل ایکس اکاونټ د هغه د زوی د مړینې پخلی وکړ.

په ليکنه کې مولانا طارق جميل ويلي دي چې نن زما زوى عاصم جميل په تلمبه کې مړ شوى دى، دې تصادفي مړينې فضا غمجنه کړې ده.

مولانا طارق جمیل وویل زه له تاسو ټولو غوښتنه کوم چې په دې غم کې موږ په خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ، خدای دې زما زوی ته په جنت فردوس کې لوړ مقام ورکړي.

وروسته پولیسو وویل چې د مولانا زوی وژل شوی نه دی بلکې هغه ځان وژنه کړې ده.

د وژل شوي مشر ورور ویډیو پیغام:

اوس د وژل شوي مشر ورور په یوه ویډیويي پیغام کې د عاصم جمیل د ځان وژنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې زما ورور عاصم جمیل له ماشومتوبه په ژور خپګان اخته و.

مولانا یوسف جمیل وویل چې د عاصم جمیل ناروغي له تیرو شپږو میاشتو راهیسې خرابه وه، عاصم ته د مرض قابو کولو لپاره د بجلۍ شاکونه ورکول کیدل خو د برقي شاکونو ورکولو هم ګټه نه وه کړې.

هغه زياته کړه، چې پرون په کور کې يواځې و، د درد او رنځ زغم يې نه شواى کولى او عاصم له امنيتي ځواکونو ټوپک واخست او ځان يې وواژه.

ورور په خپل پیغام کې دا هم ویلي چې له چا سره دښمني او یا چا برید نه دی کړی، دا د ده تقدیر دی او موږ د الله تعالی له دې پرېکړې راضي یو.

Leave a reply