د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، په پاکستان کې په غیر قانوني توګه د مېشتو افغانانو د ایستلو لپاره به د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته پراخ عملیات وشي.

0
63

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان حکومت غیرقانوني بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې ضرب الاجل ورکړی چې له پاکستانه ووځي، چې نه تمدید کیږي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په لویه پیمانه د نقشې او جیو فینسنګ له لارې مشکوک کسان په نښه کړي او د اکتوبر له ۳۱مې وروسته به د غیرقانوني بهرنیانو منقول او غیر منقول ملکیتونه ضبط شي.

په دې لړ کې د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر سناتور سرفراز بګټي وايي، له پاکستان څخه د غیر قانوني کډوالو په خپله خوښه بېرته ستنېدو لپاره د نن او سبا لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

هغه وويل، د ټولو بهرنيانو په ويستلو کې به له دوو تر درېيو مياشتو وخت ونيسي، له ١٥ تر ٢٠ زرو پورې بهرني کډوال په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې خبرو کښې د پي ټي آئي چيئرمېن د الېکشن کمېشن مخې ته د حاضرېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کښې ده ووئيل چې چيئرمېن به د تحريک انصاف په راتلونكي حاضرۍ اليكشن كمېشن ته وړاندې كوي۔

Leave a reply