د چمن په پوله د پیاده تګ راتګ نوې پالیسي خلاف د تاجرانو دھرنا په نهمه ورځ هم دوام لري په داسې حال کې چې د بلوچستان صوبايي وزیر په ریاستي پالیسي د هر ډول جوړجاړي نه انکار کړی دی.

0
113

باغی ټی وی رپورټ

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، پر پولو د «یو سند» پالیسي پلي کول د پاکستان د حکومت پرېکړه ده، چې په یقین سره عملي کېږي او د یوه سند پر رژیم به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

جان اڅکزي وویل، اوسنی حکومت د سوداګریزو فعالیتونو د ودې، د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو او په سرحدي سیمو کې د مارکېټونو د جوړولو په ګډون د حکومت د نورو ستونزو د هواري لپاره هر ډول اقداماتو ته چمتو دی، خو د یوه سند پر سر به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

هغه وویل چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د نړیوالو پولو په اړه یو سند ته اړتیا ده. له همدې امله د پاکستان دولت هم د هېواد په پراخو ګټو کې پرېکړه کړې، چې د پولې په اوږدو کې د یوه سند رژيم پلي کړي، تر څو حرکتونه په سمه توګه وڅارل شي.

بل اړخ ته چمن کښي هم د باب دوستي بارډر نه د فوټ ټريفک لپاره د نوو شرطونو په ضد د تاجرانو احتجاج په نهمه ورځ هم دوام لري۔ د دھرنې له وجې په چمن کې د پولیو ضد اووه ورځنی خاص کمپاین د ځنډولو فیصله هم شوې ده.

د يو سند د پاليسۍ پر ضد لاريون کوونکي سوداګر وايي، چې د پاسپورټونو له لارې هره ورځ د ۳۰ زره کسانو تګ راتګ ممکن نه دی.

Leave a reply