پولیس وايي، د مشهور دیني عالم مولانا طارق جمیل زوی عاصم ځان وژنه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د ملتان ريجنل پوليس افسر (آر پي او) کپټن (ر) سهيل چوهدري وئيلي دي چې د مولانا طارق جميل زوي ځان وژنه کړې ده ، ډي پي او د خودکشۍ سي سي ټي وي فوټيج ليدلي دي .
د آر پي او ملتان ترمخه عاصم جميل د دماغي مريض وو او د ډيرو کالو راهسې دوا اخستلو نو هغه په 30 بور پستول سره ځان په ډزو وژلې دې۔
پوليس وايي عاصم جميل له خپل کارمند عمران څخه تومانچه غوښتې وه.
د پولیس وینا ده چې عاصم جمیل د خپلې خوښې سره واده کړی وو او وروسته طلاق شو.
ياده دې وي چې د مولانا طارق جميل د زوي مړينه د هغه په اېکس اکاونټ کې تصديق شوې وه.
په ایکس باندې خپل یو پوسټ کې مولانا طارق جمیل ویلي چې نن زما زوی عاصم جمیل په تلمبه کې مړ شوی دی، دې تصادفي مرګ ماحول ماتم کړی دی.
مولانا طارق جمیل وویل زه له تاسو ټولو غوښتنه کوم چې په دې غم کې موږ په خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ، خدای دې زما زوی ته په جنت فردوس کې لوړ مقام ورکړي.