لاهور پوليسو د ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) شارق جمال خان د وژنې مقدمه درج کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د پولیس وینا ده چې وژل شوي ډي آئي جي ته زهر ورکړي شوي وو او مقدمه د مقتولې د لور هانیا شارق خان په شکایت درې میاشتې وروسته درج شوې وه.
پوليس وائي چې د ډي آئي جي شارق جمال د وژنې په مقدمه کې ٧ نومول شوي ملزمان شامل دي چې پکې يو حکومتي کارکوونکى او دوؤ ملازمينو هم شامل دي.
د ايف آئي آر ترمخه د ډي آئي جي شارق جمال مرګ د قدرتي مرګ په ذريعه جعل کړے شوے وو، د مرګ په وخت سيف خلاص وو، 8 کروړه ډالر او 5 لاکه نغدي روپئ غائب وو، شارق جمال په يو شمير پروژو کښي سرمايه ګزاري کړي وه۔ او کاغذونه هم له خوندي څخه ورک وو.
د ايف آئي آر په متن کښې وئيلي شوي دي چې پخوا هم د ډي آئي جي شارق جمال د وژلو کوششونه شوي وو۔
د پوليسو له مخې ډي آئي جي شارق جمال د جولائي په 22مه نېټه د ډيفنس په يوه فليټ كښې مړ وموندل شو۔
ياده دي وي چي شارق جمال د ډي آئي جي ټريفک او ډي آئي جي ريلوے هم وو۔






