باغی ټی وی رپورټ
جماعت اسلامي له فلسطينيانو سره د پيوستون د څرګندولو په موخه په اسلام اباد کې لاريون وکړ، چې سلګونو کسانو په کې ګډون وکړ.
مظاهرې ته د جماعت اسلامي امير سراج الحق وينا وه په حکمرانانو نيوکه وکړه او ويې ويل د حکمرانانو کار غزې ته دوا او خوراک رسول نه بلکې د غزې د خلقو ژغورل دي.
هغه وویل دا د افسوس خبره ده چې مسلمانو واکمنانو امریکا ته سترګې په لاره دي په څو ورځو کې تر اته زره زیات فلسطینیان شهیدان شول.
د ملک د حالاتو په اړه سراج الحق وويل پرون زمونږ په کارکنانو تشدد وشو، تاسو زمونږ په ګرفتارولو سره څوک خوښول غواړئ؟
د بله پلوه د فلسطیني ولس سره د پیوستون ښودلو په خاطر د جمعیت علمای اسلام لخوا په کوئټه کې طوفان الاقصی مارچ ترسره شو چې پکې ګڼ شمیر کارکنان هم موجود وو.
د غونډې ګډونوالو په خپله وینا کې وویل چې فلسطین به د یوه خپلواک دولت په توګه راڅرګند شي.










Leave a Reply