د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر عبدالرزاق د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان سرفراز احمد ته د ویکټ کیپر بیټسمین ټاکل یو ښه انتخاب بللی دی.

0
117

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز په هرنا ماني کې خپرونه کې عبدالرزاق، عماد وسيم او تېز بالر محمد عامر ګډون کړی و چې کوربه تابش ترې د ټسټ کپتانۍ په اړه پوښتنه کړې وه.

عبدالرزاق د نوم له اخیستو پرته وویل چې دوه یا درې لوبغاړو ته باید آرام ورکړل شي، سرفراز احمد که کپتانۍ ته ولاړ شي ښه کپتان کېدای شي.

عبدالرزاق دا هم وویل چې سرفراز د ټیسټ لوبو لپاره ښه انتخاب دی، که نه نو رضوان هم کپتان جوړیدای شي، شان مسعود هم ښه سړی دی، سرفراز او شان دواړه د لوبغاړو خیال ساتي.

دغه پخواني الراونډر ویلي، چې د اسټرالیا او نیوزیلنډ له لوبې باید ډېر څه زده شي، موږ باید اوس د دغو دواړو لوبډلو په بڼه کرکټ وکړو.

له بلې خوا محمد عامر د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه يوه لوبه وبلله او ويې ويل چې نړيوال جام ته تللې لوبډله د بابر اعظم لوبډله ده.

هغه وويل چې د بابر اعظم په ضد کومه اجنډا نشته، هغه څلور کاله کپتان دى، امام ته د ټسټ کرکټ کپتان جوړول به ښه فيصله نه وي.

محمد عامر زیاته کړه چې کله لوبډله وګټي یا بایللې مسؤلیت یې کپتان ته ځي، د کپتان فیس دی او هغه باید ځواب ورکړي.

Leave a reply