د لاهور عدالت د پنجاب پخواني وزيراعلي او د پي ټي آئي صدر پرويز الهي په جسماني ريمانډ کښې د دوه ورځو لپاره اضافه کړې ده۔

0
141

باغی ټی وی رپورټ

د لاهور جوډيشل مجسټرېټ د پروېز الهي په ضد د پنجاب اسمبلۍ استخدام کښې د کرپشن کيس اورېدنه کړې چې پکښې اينټي کرپشن پخواني وزيراعلې عدالت ته وړاندې کړې او د دولس ورځو جسماني ريمانډ ئي غوښتنه کړې ده۔

د اداري فساد ضد چارواکو عدالت ته وويل چې پروېز الهي نور تحقيقاتو ته اړتيا لري نو عدالت دې ريمانډ ورکړي.

د اوريدنې په مهال د پرويز الهي وکيل وويل د ضميمې له مخې پرويز الٰهي د اينټي کرپشن ټيم سره خپل کور ته ورغلی ؤ او پرويز الٰهي په خپل بيډ روم کې موجود درازه څخه 41 لاکه روپۍ برآمد کړي دي، ضميمه کښې د وخت او نه د وتلو يادونه شوې ده د پولیسو له مرکز څخه ترسره شوی دی

د پرويز الهي وکيل د خپل موکل د جسماني ريمانډ مخالفت وکړو چې په اړه يې عدالت فيصله محفوظه کړه او څه موده وروستو يې د هغه د ريمانډ د دوه ورځو لپاره وغځوله.

Leave a reply