د خيبر ايجنسئ تيراه سيمه کښې د سيکورټي فورسز لخوا د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملياتو په مهال د ډزو په تبادله کښې يو ترهګر وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

0
90

باغی ټی وی رپورټ

د آئي ايس پي آر ترمخه د سکيورټي فورسز سره د ډزو په تبادله کښي ژوبل شوي دوه ترهګر نيولي شوي او د دوي قبضي نه وسله او بارودي مواد برآمد شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي وژل شوي او نيولي شوي ترهګر د سکيورټي فورسز په ضد عملياتو کښي ککړ وو۔

د آئي اېس پي آر ترمخه د جنوبي وزيرستان په سروکۍ سيمه کښې د ترهه ګرۍ په يو بل کاروائي کښې د پاک فوځ دوه زړور سرتيري بنارس خان او عبدالکريم د بارودي سرنګ په چاودنه کښې شهيدان شول.

د پاکستان د پوځ ویاند ISPR ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي.

Leave a reply