په لاهور کې د ځمکې پر سر د شخړې پر سر مخالفین کیمپ ته ننوتلي او په ډزو یې د دریو نږدې وروڼو په ګډون ۵ کسان وژلي او یو ۱۲ کلن ماشوم یې ټپي کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعلي محسن نقوي او آئي جي ډاکټر عثمان انور د لاهور د چوهنګ سيمې خان پور کلي کښې د پينځه کسانو د وژنې نوټس اخستې او د ملزمانو ګرفتارولو حکم ئي کړې دې۔
خپلوانو ویلي، چې د پېښې قربانیان ماښام مهال په کېمپ کې ناست او خبرې یې کولې، چې په موټر او موټر سایکل سپاره بریدګرو دومره ډزي وکړې، چې درې وروڼه شهزاد اعوان، مرتضی، مصطفی، د تره زوی ملک خادم او ملازم فهد خان په کې ووژل شول. په ډزو کې یو پنځه کلن ماشوم هم ټپي شوی دی.
ايس ايس پي انويسټېشن انوش مسعود چوهدري د پېښې د ځايې دوره کړې، هغه وويل د کرنې د ځمکې پر سر شخړه پيل شوې وه چې وروسته په کورنۍ دښمنۍ بدله شوه، ملزم او وژل شوي کسان خپلوان دي، سي سي ټي وي د ملزمانو لټون کړی او د نيولو دپاره يې ۴ ټيمونه جوړ کړي دي. تورن
هغه زياته کړه، چې پوليسو شواهد راټول کړي او د پنځو ټپيانو مړي يې د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدولي دي.






