د سایفر مقدمې اورېدنې ځانګړې عدالت پوليسو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او وائس چيئرمين شاه محمود قريشي په راولپنډۍ کې د مې د نهمې نېټې پېښې په اړه پلټنې وکړي.

باغی ټی وی رپورټ
د راولپنډۍ پوليس افسران د سيفرې مقدمې اورېدنې ځانګړې عدالت ته وړاندې شول.
پوليس افسر وائي چې د پي ټي آئي چيرمين او شاه محمود قريشي په اډياله جيل کښې دې تحقيقات وشي.
په دې اړه جج ابوالحسنات ذوالقرنين پوښتنه وکړه چې د پي ټي ائي چيئرمېن او شاه محمود قريشي تر دې وړاندې په تحقيقاتو کې شامل وو.
دپوليسو افسر وويل ددواړو څخه پلټنې نۀ دي شوي، دملگرو د بيانونو پلټنې کول پکار دي، مونږ ته د نهم مئ پيښې په اړه د ايف آئي اے رپورټ هم شته.
قاضي د عمران خان او شاه محمود قرېشي په ضد د مقدمې اورېدنه وکړه.
محکمې دواړو ته د تحقیقاتو اجازه ورکړه او ویې ویل چې د قانون له مخې دوی ته یوازې د تحقیقاتو اجازه ورکوي.
ياده دې وي چې عمران خان او شاه محمود قريشي دا مهال د سایفر په مقدمه کې په اډياله جيل کې بنديان دي.






