د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان سره د پاکستان تحریک انصاف د پلاوي د ملاقات دننه کیسه مخې ته راغلې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د ذرائعو ترمخه مولانا فضل الرحمان سره د ملاقات لپاره بيرسټر سيف سره تماس نيولے شوے دے۔
د ګوند سرچينې وايي، چې په دغه يو ساعت او پنځلس دقيقه ييزه غونډه کې د تعزيت ترڅنګ د هېواد پر کورني او سياسي حالاتو هم خبرې وشوې.
د ګوند سرچينې وايي، چې د غونډې موخه په سياسي نفرتونو کې د خبرو لپاره د مناسب چاپيريال رامنځته کول وو.
دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې په موجوده سياسي صورتحال او دپاکستان اؤ افغانستان دسوداګرۍ په اړه هم تفصيلي خبرې اترې شوي دي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د پي ټي آئي وفد اسلام آباد کښي د مولانا فضل الرحمان سره د هغه په کور کښي وليدل۔ دواړه ګوندونه د هیواد په سیاست کې سخت سیالان ګڼل کیږي.






