په هېواد کې د يو تول سرو زرو په بيه کې يو څه کمښت راغلى دى.

0
101

باغی ټی وی رپورټ

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سره زر په نرخ کښې د ۵۰ روپو کموالی راغلی چې له دې وروسته د سرو زرو بیه په دوه لاکه ۱۱ زره ۳۰۰ روپۍ شوې ده.

د دې تر څنګ د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۴۲ روپیو په کمېدو سره ۱ لاکه ۸۱ زره ۱۵۶ روپۍ ته رسېدلې ده.

بل خوا په نړيوالو بازارونو کې د نن ورځې په پرتله د سرو زرو په بيه کې ٢٠ ډالره زياتوالى راغلى او اوس د يوانس سرو زرو بيه ١٨٨٧ ډالرو ته رسېدلې ده.

Leave a reply