اسلام آباد هائي کورټ د سایفر کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ضمانت درخواست ردولو او برطرفه کولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده۔

0
186

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق په 14 صفحو تفصيلي فيصله جاري کړې چې پکښې وئيلي شوي دي چې د آفيشل سيکريټ ايکټ 5 برخه په دې مقدمه کښې په پټه توګه نافذه ده زه مداخلت نه شم کولی.

فيصله کښې وئيلي شوي چې دا د استغاثې مقدمه ده چې خارجه وزارت سيفر ډي کوډ کړې او د وزيراعظم سيکرټريټ ته يې استولې د پي ټي آئي چيئرمېن د وزيراعظم په حيث دا سيفر ترلاسه کړی او ظاهراً يې ورک کړی دی.

د محکمې په پرېکړه ليک کې ليکل شوي چې د استغاثې له مخې د سيفر منځپانګه مسخ شوې او د سياسي موخو لپاره کارول شوې، د بهرنيو چارو وزارت د پخوانيو او اوسنيو افسرانو په ځانګړې توګه د اسد مجيد چې دا سايفر لېږلی، بيانونه روان دي. ريکارډ د خارجه دفتر د افسرانو له بيانونو څخه واضحه ده چې په دې کښې کومه بهرنۍ سازش نشته.

په ليکلي فيصله کې ويل شوي چې دا خبره نه ده رد شوې چې عادلانه محاکمه د تورن بنسټيز حق دی، د 10A مادې له مخې بايد تورن ته د عادلانه محاکمې حق ورکړل شي، د محاکمې نظرونه کوم تعصب نه ښيي.

د هاي کورټ په فيصله کې ويل شوي چې عدالت کې وړاندې کړل شوؤ اسنادو له مخې د خارجه دفتر پاليسۍ واضحه ده، د پاليسۍ له مخې سيفر يو محرم سند دی چې د غير مجاز کسانو سره شريک نه شي، سيفر له څه مودې وروسته باید د بهرنیو چارو وزارت ته ور وګرځول شي.

د عدالت په فيصله کې دا هم وئيلي شوي چې د حکومت د نسکورولو د سازش په اړه عوامو ته د خبر ورکولو په استدلال کې هيڅ وزن نشته ، د پي ټي ائي چيئرمېن د وزيراعظم په توګه د خپلې وظيفې د ترسره کولو پر ځای يوې سياسي غونډې ته وينا کوله .

اسلام آباد هائي کورټ د سيفران کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين ته د آئين د آرټيکل 248 لاندې د استثنیٰ دلائل رد کړي او وئيلي دي چې د آئين 248 آرټيکل د وزيراعظم د وظيفو د ترسره کولو نه د استثنیٰ په حق کښې نه راځي. مسؤلیتونه

Leave a reply