په خيبرپښتونخوا کښي د ترهه ګرئ پيښو کښي دا خبره رامخي ته شوي ده چي د زنانو په نوم موبائل سمونه استعماليږي۔
باغي ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې ډي آئي جي وايي چې په ترهګرۍ کې کارول شوي زياتره موبايل سمونه د پنجاب او سندهـ د ښځو په نوم دي.
د ډي آئي جي وينا ده چې د بېنظير انکم سپورټ او نورو پروګرامونو لاندې کليوالو ښځو ته ګوتې لګولې کيږي، د ګوتو نښانونو له لارې موبايل سمونه جاري کيږي.
هغه وايي چې افغانان د ورانکارۍ او ترورېزم په ډېرو پېښو کې ښکېل دي، د ناقانونه اوسېدونکو په شړلو سره به د ترهګرۍ پېښې کمې شي.