د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې نواز شريف به د څلورم ځل لپاره زموږ د لومړي وزير کانديد وي، هغه د دې لپاره راغلى، چې موږ ته ټاکنې وکړي او هغه به پخپله ټاکنې وګټي.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز په پروګرام کې له شاه زيب خانزاده سره د خبرو پر مهال خواجه اصف وويل چې د ټاکنو نه وروسته بايد سترې خبرې وشي، نواز شريف سياسي ګوندونو ته هم د خبرو بلنه ورکړې ده.
د مسلم ليګ نون مشر زياته کړه چې د نواز شريف د وينا په تناظر کې بايد مونږ ټول په سم لوري واوسو، که هر څوک په حق طرف وي نو ټول شيان هوارېدلى شي، د ټاکنو نه وروسته به حالات نور هم خراب شي. ګومګو به ختمه شي، د ټاکنو ستونزې به حل شي.
خواجه اصف وويل سترې محکمې دنومبر په دوهمه نيټه اليکشن کميشن رابللى دى او هيله ده چې په همغه ورځ به دټاکنو په اړوند يوه نيټه ورکړي.






