اليکشن کميشن په ملک کښې د عامو انتخاباتو په اړه د صدر ډاکټر عارف علوي بيان رد کړے دے۔

0
194

باغي ټي وي رپورټ

ولسمشر عارف علوي پرون د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د مرکې پر مهال وويل، باور نه لري چې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې وشي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند د پاکستان د ولسمشر دریځ رد کړ او ویې ویل چې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د ټاکنو کمېسیون ټول چمتووالی بشپړ دی، د ټاکنو د ځنډېدو احتمال نشته.

د اليکشن کميشن د وياند ترمخه د ټاکنيزو حوزو لومړی پړاو بشپړ شوی، په ټاکنيزو حوزو د اعتراضونو د ثبتولو دويم پړاو به سبا بشپړ شي او د ټاکنو مهالوېش به د حوزو له اعلان وروسته اعلان شي.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن د 2024م کال د جنورۍ په دريمه هفته کښې د عامو انتخاباتو کولو اعلان کړے دے ولي تر اوسه کومه نېټه نه ده په ډاګه شوې۔

Leave a reply