د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې د نفتي توکو په راټولولو کې ۳۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه وفاقي حکومت په لومړۍ ربعه کې 222 اربه روپۍ ليوي ترلاسه کړي دي په داسې حال کې چې تير مالي کال جولائي څخه تر ستمبر پورې 47 ارب 48 کروړه روپۍ ترلاسه شوې وې.
د سرچينو ترمخه تير مالي کال کې دپيټروليم ليوي لپاره 580 اربه روپۍ جمع کړل شوي، په داسې حال کې چې د روان مالي کال لپاره دپيټروليم ليوي جمع کولو هدف 869 اربه روپۍ ټاکل شوى دى.
ياده دې وي چې دا مهال په پټرول 60 روپۍ في ليټر ليوي اخستل کيږي او په تيز رفتار ډيزل باندې 55 روپۍ في ليټر لګول کيږي.